افغانستانسپورتسیمهنړۍ

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې د اسیا اتلولۍ له قطر سره مساوی کړه

د فوتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او ۲۰۲۷ اسیایي ملتونو جام سیالیو د دویم کوالیفاینگ پړاو په پنځمه لوبه کې تېره شپه (پنجشنبی) د اسیا له اتلې قطر سره د صفر پر وړاندې لوبه مساوي کړه.

له قطر سره په دې مساوی لوبه کې افغانستان ۵ نمری ترلاسه کړې او په خپل ګروپ کې له کویت مخکې دریم ځای خپل کړ.

د افغانستان او قطر د فوتبال د دوو ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د سعودی عربستان د «احساء» ښار په کوربه توب ترسره شوه.

د هېواد لوبغاړو د قطر، کویت او هند د فوتبال ملي تیمونو پر وړاندې دوه بریاوې او دوه ماتې پرته له کوم ګول څخه مساوي کړي دي.

د دې تورنمنت په چوکات کې به افغان لوبغاړي خپله وروستۍ ډله ییزه لوبه د جون په ۱۱مه له کویت سره وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button