د اندونیزیا پلاوي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په کتنه کې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د امنیت او بیارغونې په برخه کې د دغه هېواد د واقعیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: هغه څه چې موږ د افغانستان د امنیتي او نورو مسایلو په اړه له رسنیو څخه اورېدلي دي. پروپاګند وو، خو د امنیت او اقتصاد په برخه کې ډېر کار شوی دی.
دغه پلاوي زیاته کړه، اندونیزیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو ده.
له بلې خوا د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اندونیزیا د سرې میاشتې او د جوماتونو د شورا له پخواني مرستیال او اوسني رئیس ښاغلي محمد یوسف کلا او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې وویل: د افغانستان… او اندونیزیا ډیر مشترکات لري، دوی د دوو اسلامي هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په بیلابیلو برخو کې همکارۍ ته لیواله دي.