افغانستان

په پنجشیر کې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه ونیول شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د پنجشیر ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوی محمد قاسم امیری د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د کانونو غیر قانوني استخراج او په پنجشیر کې د کانونو قاچاق له منځه تللی دی.

ښاغلي امیری زیاته کړه، چې تر اوسه په دغه ولایت کې له ۵۶۰ څخه زیات د زمرد د استخراج جوازونه وېشل شوي، چې په پنجشیر کې یې څه باندې لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په همدې حال کې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر د کاري فرصتونو او د روبي او زمرد د استخراج د جوازونو په ورکولو کې د پنجشیر خلکو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button