سیمهنړۍ

ریاض: موږ د فلسطینیانو پرله پسې وژنه او پر رفح برید غندو

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار (چهارشنبی د غبرگولی ۹ مه) په یوه بیانیه کې د صهیونیستی رژیم له خوا د فلسطینیانو پرله پسې وژنه او د غزې په لوېدیځه څنډه کې پروت د رفح په ښارګوټي بریدونه وغندل.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: مونږ د فلسطینی ولس په خلاف د نسل وژنې دوام او داشغالگرو ځواکونو لخوا په رفح کی د مهاجرینو د کمپ دوامدار هدف ګرځول غندو.

“الجزیری” چینل د دغه وزارت له قوله راپور ورکړ: “موږ اسراییلی چارواکي د رفح او د فلسطین په ټولو اشغال شویو سیمو کې د رامنځ ته کیدو مسؤول ګڼو.”

د دغه راپور له مخې د سعودی د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې تاکید وکړ: مونږ په رفح کی د بې دفاع فلسطینی کډوالو په کمپ باندې د اسرائیلو حمله غندو.

په بیانیه کی همداشان زیاته شوې ده: عربستان نن ورځ تر بل هر وخت په نړیواله ټولنه ټینګار کوی چې د فلسطین د خلکو د قتل عام مخه ونیسی او د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو په خاطر له مسوولو کسانو سره حساب کتاب وکړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button