د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز ویلي، چې اسپانیه په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت پیژني او دا اقدام یې یو تاریخي ګام او د فلسطین د خلکو مشروع حق وباله.
هغه زیاته کړه: د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه فلسطینیانو او اسرائیلو ته اجازه ورکوی چې دوه دولتی حل او سوله ترلاسه کړی.
هسپانیه له 140 څخه زیاتو هیوادونو سره یوځای کیږي چې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه پیژني.
سانچز وویل: موږ په غزه کې دایمي اوربند، د بشري مرستو رسول او د بندیانو خلاصون غواړو.