افغانستان

د شپې تک راتک د محدودیتونو لګولو کې هیڅ حقیقت نشته

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمی د شپې پر تک راتک د بنديز لګولو اوازې رد کړې او هغه يې له حقيقت لرې وبللې.

ښاغلي خوارزمی وویل، د ملي دفاع وزارت نظامی استخباراتو ته منسوب جعلي مکتوب چې له څه مودې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې خپریږي، داسې چې د اوړي په موسم کې د شپې پر ګزمو بندیز لګول شوی وي، اوازې دي او دا د دښمن آوازه ده او موږ یې په کلکه ردوو.”

ښاغلي خوارزمی زیاته کړه چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت دی او خلک هر وخت او هر ځای ته تګ راتګ کولای شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button