افغانستاناقتصاد

د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د دویمی برخی د څلورمه قطعی د جوړولو کار رسماً پیل شو

په دې مراسمو کې د فواید عامې وزارت مرستیال مولوی بخت الرحمن شرافت وویل: د هرات – خواف رېل پټلۍ څلور برخې لري چې دوه یې ۷۳ کیلومتره په ایران او ۱۵۲ کیلومتره یې په افغانستان کې دي.

مولوی شرف زیاته کړه، چې دغه کرښه د رباط پریان زنده جان له کلي پیلېږي او د هرات تر هوايي ډګر پورې غځېږي، چې د خواف – هرات د اورګاډي کرښې د دغې برخې په بشپړېدو سره به دغه کرښه عملي او د هرات صنعتي ښارګوټي ته وغځول شي د ایران له لارې به له اروپایی هیوادونو سره وصل شی.

په همدې حال کې دهرات ولايت مرستيال مولوی حيات الله مهاجر فراهی ددغې پروژې بشپړيدل دهرات دخلکو له سترو هيلو څخه وبلل او د پلي کيدو په چټکتيا او ښه کيفيت يې ټينګار وکړ.

له بلې خوا د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین د اورګاډي پټلۍ د سوداګریزو ملکیتونو د انتقال په برخه کې مهمه بولي او دغه اقدام یې کړی دی.

د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر حميدالله خادم د نړۍ د سوداګريزو کاروانونو ته د رسېدو لپاره د افغان پانګوالو خوب بولي.

په همدې حال کې د (گاما) د قراردادی شرکت رئیس ضیاالرحمن فراهی په نږدې راتلونکي کې د دغې اورګاډي کرښې د معیاري جوړولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دا پروژه ۴۷،۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې په ۱۸ او ۲۴ میاشتو کې به بشپړه شي.

ده زیاته کړه: د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو ترڅنګ به د ۵ میلیونو دالرو په لګښت یو ترمینل هم جوړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات – خواف اورګاډي پټلۍ د گاما گروپ له خوا د ۵۳ ميليونه دالرو په لګښت جوړېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button