افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومی رئیس نیول کېدل رد کړل

د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د هیواد د پاسپورت د عمومي رئیس مولوی عبدالکریم حسیب د نیولو په اړه راپورونه رد کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (دوشنبه دغبرگولی ۷مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له مرستیال عبدالکریم حسیب او یو شمېر نورو چارواکو یې د لاریون په اړه وضاحت غوښتی دی.

د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د ننگرهار ولایت په باریک آب سیمه کې غصب شوې ځمکې ولوستل شوې.

هغه زياته کړه، چې د پاسپورت دفتر چارې په عادي ډول پرمخ ځي.

تر دې وړاندې ځينو رسنيو خبر ورکړی و، چې د پاسپورت عمومي رييس د “فساد” په تور کندهار ته بلل شوی او هلته بندي شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button