سیمهنړۍ

د امریکا په مرکزی سیمو کی طوفان ۱۸ کسان وژلي دي

د امریکا په مرکزی سیمو کې د سخت طوفان له امله په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

خپاره شوي انځورونه ښيي چې د میسوري په ایالت کې طوفان د یوه کور چت او د بریښنا مزي نړولي دي.

په همدی حال کې ،سی آن آن راپور ورکړی چې “قتل” ممکن لاهم پای ته نه وي رسیدلی ، ځکه چې په ډیری ایالتونو کې د سخت طوفان ګواښ شتون لري ، پشمول د آرکانزاس، ایلینوی، کنتاکی، میسوری او تنسی.
تر دې مخکې د امریکا د تکزاس ایالت په کوک ښار کې د چارواکو له قوله «ری ساپینگتون» اعلان کړی وو چې په دغه سیمه کې دطوفان له امله ۵ تنه وژل شوی دی.

ری ساپینگتون دې ته په اشارې سره چې په وژل شویو کې ۳ تنه د یوې کورنۍ غړي وو، وویل: په دغه طوفان کې ډېر کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او زیاته یې کړه: وېره ده چې د قربانیانو شمېر به زیات شي او چارواکو هم اعلان وکړ چې په سیمه کې د برېښنا مزي او کورونه هم زیانمن شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button