په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر دوکتور محمد نعیم د قطر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د نړیوال امنیتي فورم په ۳۴ مه غونډه کې ګډون وکړ.
دکتور محمد نعیم د دې ناستې په څنډه کې له رسنیو سره د مرکې پر مهال وویل، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیوی موقعیت له امله په سیمه ییز او نړیوال امنیت کې مهم رول لري.
په دې ناسته کې چې د قطر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و؛ د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو او نړیوالو امنیتي کمپنیو سفیرانو او استازو هم ګډون کړی وو.