د تسلیت په پاڼه کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د چورلکو د رالویدو په پیښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسی، د بهرنیو چارو وزیر داکتر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعی امام حجت الاسلام آل هاشم د هغوی سره یوځای شوي پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پیښه ژوره خواشینی دي.
موږ د ایران له اسلامی جمهوریت او د دغه هېواد له خلکو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼو او د قربانیانو ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
په دې سختو حالاتو کې د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ یو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.