د افغاني سره میاشت ټولنې اعلان وکړ چې د قطر د سر ه میاشت ټولنې سره یې د زړه په ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو د درملنې په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، دغه تفاهم ليک د قطر د سره مياشت د پراختيايي او نړيوالو مرستو د مسوول محمد صالح ابراهيم او د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مشر مولوي مطيع الحق خالص ترمنځ لاسليک شو.