افغانستانویډیويي راپور

په فاریاب ولایت کې سیلابونو ۱۸ تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

د فارياب ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي: ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې دسيلابونو د راوتلو له امله ددغه ولايت اوسيدونکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي .

د فاریاب ولایت ویاند عصمت الله مرادی وايي، د دغه ولایت په بلچراغ، پشتون کوت، خیبر، المار او قیصار ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۱۸ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د مرادی په وينا، په دې طبيعي پېښه کې څه دپاسه زر جريبه کرنيزه ځمکه، له زرو څخه زيات د استوګنې کورونه، ١٥٠ دوکانونه او يو ګرځنده روغتيايي کلينيک ويجاړ شوى دى.

مرادی زیاته کړه چې د دغو حیرانوونکو سیلابونو په پایله کې د ۳۰۰ څارویو سرونه هم له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، د دغه ولايت رهبري پلاوي په بېړنۍ ناسته کې د سکتوری ادارو رئيسانو او د مرستندويه ادارو استازو ته لارښوونه وکړه، چې له سېلاب ځپلو سره مرستې او مرستې وکړي او په زيانمنو شويو کورنيو بېړنۍ مرستې ووېشل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button