افغانستان

د مخابراتو وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې: له چین څخه افغانستان ته د نوری فایبر کیبل د انتقال په اړه بحث وشو

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیر مولوی نجیب الله حیات حقانی نن په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینگ سره په لیدنه کې وویل چې افغانستان د خپل جغرافیوی موقعیت له امله د اسیا د هېوادونو د نښلولو په مرکز بدلېدلی شي.

ښاغلي حقانی زیاته کړه، که چین وکولای شي د بدخشان واخان ته د نوری فایبر کیبل وغځوي؛ افغانستان به ډېر ژر دغه کیبل خپلو سرحدس سیمو ته وغځوي او په دې اقدام سره به چین وکولای شي له اسیايي هېوادونو سره د اوږدو لارو پر ځای د لنډو لارو له لارې اړیکې ونیسي.

له بلې خوا د چین سفیر په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې لېوال دی چې د افغانستان تر پولې واخان پورې نوری فایبر کیبل وغځوي او دوی به په دې برخه کې له چینايی متخصصینو او کارپوهانو سره خبرې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button