افغانستانسیمه

اسلامي امارت پر رفح د اسرائیلی رژیم بریدونه په کلکه وغندل

د اسلامی امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اسلامی امارت د غزې په رفح ښار باندې د صهیونیستی رژیم وحشیانه بریدونه په کلکه غندي او دغه عمل د فلسطینیان جنگی جنایت او عام وژنه بولي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې اسلامی امارت یو ځل بیا له اسلامی نړۍ او نورو هېوادونو غوښتي چې د دې ناورین مخه ونیسي او غزې ته د خوراکي توکو، درملو او بشري مرستو د رسولو لپاره له هرې ممکنی لارې هڅې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button