سیمهنړۍ

ترکیې په پای کې په رسمی ډول له اسراییلو سره د ټولو سوداگریزو اړیکو د ختمولو اعلان وکړ

ترکی چارواکی وايي، انقری پر غزی د اسرائیلو د بریدونو د دوام په اعتراض کې له تل اویو سره ټولې سوداگریزی اړیکې پرې کړې دي.

دوو چارواکو چې نومونه یې په راپور کې نه دی یاد شوي، بلومبرگ ته د پنجشنبی پر ورځ، د می په دویمه وویل چې اسراییلو ته د ترکیی ټول صادرات او واردات دا مهال ځنډول شوي دي.

خو د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير يسرايل کاتز هم تاييد کړه چې انقری هڅه کړې چې د ترکيی په بندرونو کې د اسراييلو اړوند د وارداتو او صادراتو مخه ونيسي.

انقره د تل اویو سره د سوداگریزو تړونونو په سرغړونې تورنه کړه، کاتز یادونه وکړه چې اسراییل د بدیل لارې په لټه کې دی.

اسراییلي چارواکی دا نه دي ویلي چې ترکیی کوم بندر د تل اویو اړوند د سوداګریزو توکو پر مخ تړلی دی.

د راپورونو له مخې د ترکیی دغه اقدام پر اسراییلو ډېر منفی اغېز کړی دی.

دا په داسی حال کی ده چې ترکیی تېره میاشت اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند تر ټینګېدو پورې به اسرائیلو ته خپل صادرات محدود کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button