سیمهنړۍ

ملگرو ملتونه: د غزې بیارغونه به ۸۰ کاله وخت نیسي

نن په غزه کې له جگری ۲۰۹ ورځې وروسته د ملگرو ملتونو پراختیايی پروگرام په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په دې سیمه کې د بې وزلۍ کچه له جگری مخکې له ۳۸ سلنی څخه ۶۰ سلنی ته لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې په غزه کې پراخی او بی سابقی ویجاړۍ ته په اشاری سره ویل شوي چې د دغې سیمې د بیارغونې لګښت به لږ تر لږه له ۴۰ څخه تر ۵۰ ملیاردو دالرو پورې وي او که د بیارغونې بهیر د نورو تېرو جګړو په څېر پر مخ ولاړ شي، او د غزه بشپړه بیارغونه په به راتلونکې پیړۍ رارسیږی او 80 کاله وخت نیسي.

دا راپور په ډاگه کړی چې د شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د اسراییلو پرله پسې بمباریو په ملیاردونو دالر زیان اړولی او ډیری لوړې کانکریټي ودانۍ یې د خټو په ټوټو بدلې کړې دي.

د ملگروملتونو د پراختیایی پروګرام سیمه ایز دفتر د خپل راپور په دوام وویل چې په غوره حالت کې او که ساختماني مواد د پخوانۍ جګړې په پرتله پنځه برابره چټکتیا غزې ته ننوځي، د دې سیمې د بیارغونې چارې به تر ۲۰۴۰ کال پورې بشپړې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button