د لومړي وزير اقتصادی مرستيال ملا عبدالغنی برادر اخند په هرات کې د پاشدان بند د پروژې د پاتې کارونو تر پرانيستلو وروسته نن (دوشنبی، د غویی لسمه) د هرات – غور لويې لارې د جوړېدو چارې هم پرانيستې.
د دې لویې لارې د پرانستلو په مراسمو کې د ملا عبدالغنی برادر اخوند وویل چې ترانسپورتی سکتور د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د پرمختګ او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره ناستې کوي.