افغانستاننړۍ

د اسلامي امارت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور بی اساسه بللی دی

د اسلامي امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشری حقونو د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامی شریعت په چوکات کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا له امریکا او نورو غربي هیوادونو وغوښتل چې پر نورو دې غربی کلتور نه تحمیلوي.

ښاغلي مجاهد په دغه غږیز کلیپ کې چې ملي تلویزیون ته یې استولې زیاته کړه چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې ټاکل شوي او ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم امریکايي بنسټونو او چارواکو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې راپورته کړي چې د اسلامي امارت له لوري تل بې بنسټه او تورونه بلل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button