د شنبې پر شپه د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس له شپږ میاشتنۍ مبارزې وروسته اوکراین ته د روسیی پر وړاندې د مقابلی لپاره د ۶۰،۸ میلیاردو دالرو مرستې بسته تصویب کړه.
د “ایندیپندنت” ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه مرسته په ۳۱۱ موافقو او ۱۱۲ مخالفو رایو سره تصویب شوه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی د امریکا د استازو په مجلس کې اوکراین ته د مرستو د بستې د تصویب هرکلی وکړ.
د امریکا د جمهوری غوښتونکو اکثریت وکیلان د دې لایحې مخالف وو؛ اوکراین تر اوسه له امریکا څخه سل میلیارده دالره مرسته ترلاسه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تگلاری مشر هم اعلان وکړ چې د دې لایحې تصویب روسیی ته یو څرګند پیغام دی.