د شنبې پر ورځ، د روسیی د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتری پیسکوف، اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د تصویب په اړه د استازو د جرګې د عمل په اړه غبرگون وښود او ویې ویل: “د امریکا د استازو جرگی پریکړه به اوکراین ته د مرستې قانون تصویب کړي. امریکا نوره هم بډایه او اوکراین نور هم بې وزله کوي.»
د کرملین ماڼۍ ویاند د روسیی د شتمنیو د ضبطولو په اړه د امریکا د پرېکړې په اړه هم ویلي، چې دا اقدام به د واشنگتن شهرت ته زیان ورسوي او امریکا باید په دې برخه کې حساب کتاب وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” اوکراین ته د امریکا د مرستو د نوې بستې د تصویبیدو په غبرګون کې وویل، د واشنگتن دا اقدام د تروریستی فعالیتونو مستقیم ملاتړ دی.