افغانستان

د هرات د پنځم منار د پیاوړتیا کار د آغا خان بنسټ لخوا پیل شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخی ابداتو د انجنيرۍ رياست مسوولين وايي چې آغا خان بنسټ د دغه رياست د انجنيرانو تر څارنې لاندې د هرات د پنځم منار د پياوړتيا او ساتنې کار پيل کړى دى.

د باختر آژانس دخبرله مخې: دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتاريخي اثارو دڅيړنی آمر ابوذر مظفری وويل: په لومړی پړاو کې دپنځمې منار پياوړتيا د اوسپنې په واسطه ساتل شوې او په دويم پړاو کې به دغه تاريخي ودانۍ پرته له کوم لوازمو مستحکم پاتی شی.

په هرات کې د آغاخان بنست د فرهنګی څانګې مسوول محمد داوود صادق هم وويل چې په لومړی پړاو کې به د زړو دېوالونو د پاکولو کار پيل شي څو معلومه کړي چې زاړه دېوالونه په کوم ځاى کې دي.

نوموړی زیاتوی:د پلان له مخې به د اصلي دیوال ترڅنګ استنادی دیوالونه هم جوړ شي، ترڅو منار په خپل پخوانی شکل ثابت پاتې شي.

د یادولو وړ ده چې اسلامی امارت د تاریخي ابداتو د بیارغاونې چارې په داسې حال کې ترسره کوي چې پخوانیو حکومتونو د هیواد د تاریخي اثارو ساتنې ته کمه پاملرنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button