افغانستان

په هرات کې يوه پنځه کلنه نجلۍ دانسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یوه پنځه کلنه نجلۍ چې د دوو ښځو له خوا تښتول شوې وه، ژغورل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس کې لیکلي، چې دغه نجلۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ (۲۳ وری ) د تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه.

ده وويل چې دغه ماشومه نهه ورځې مخکې دهرات ښار د اوومې ناحيې له مربوطاتو څخه وتښتول شوه.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د دغې نجلۍ د تښتولو په تور دوه ښځې هم نیول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button