افغانستان
د ځمکې ناڅاپه تر ۵۰ مترو ژورو لاندې په سمنگان کی /۵۰ کورونو ته د پریښودو امر شوی!
په سمنگان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د مرکز ايبک ښار د خوستیانو په کلي کې د ځمکې يوه برخه ناڅاپه تر ٥٠ مترو ژورو لاندې شوې او ٥٠ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې تر دې دمه ګڼ شمېر باغونه او کورونه سوځېدلي دي. بل خوا دولتي سرچینې تاییدوي چې د سیمه ییزو چارواکو په امر تر ۵۰ ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
سرچینو ویلي دي چې د جوړو شویو کنډو له دننه څخه د “ویرونکی” ډبرو د لګیدو غږ هم اوریدل کیږي.
په همدې حال کې د دغه کلي يو اوسېدونکی وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د زلزلې لږ ټکانونه احساسوي.
په دې اړه اسلامی امارت په رسمی ډول څه نه دي ویلي او د دې طبیعي پېښې لامل هم نه دی څرګند.
ويل کيږي چې په دغه کلي کې ٦٠ کاله وړاندې ۱۰۰ متره ژوره کنده جوړه شوې وه.