سیمه

لاوروف د یوه رسمي سفر په ترڅ کې چین ته ورسید

د تاس په وینا، د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف په رسمی سفر چین ته رسیدلی او الوتکه یې د بیجینګ پلازمینې په هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.

لکه څنګه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا مخکې اعلان وکړ، لاوروف به په بیجینگ کې د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانگ یی سره خبرې اترې وکړي.

زاخارووا وویل چې دواړه خواوې به په ځانګړې توګه د اوکراین او د اسیا او اقیانوسیه سیمې پر وضعیت، د دوه اړخیزو همکاریو او په نړیوال ډګر کې د تعامل په اړه خبرې وکړي.

د لاوروف سفر به د اپریل له ۸مې تر ۹مې دوام وکړي. هغه وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې له بېجينگ څخه ليدنه وکړه، کله چې دغه ښار د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د درېيم فورم کوربه و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button