افغانستان

د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره د یوې بیړنۍ پروژې کار په بلخ کی بشپړ شو

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د بلخ ولایت د شورتیپه ولسوالۍ د پتلی ایلاق په کلي کې د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا د یوې پروژې کار بشپړ شوی او د دوو نورو بیړنیو پروژو کار د دغه سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره پیل شوی دی. د دې ولسوالۍ د شیخ او بشیرلي په کلیو کې د امو سیند په چټکۍ سره پرمختګ کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د استوګنې ګڼ شمېر کورونه، باغونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له زيانونو وژغورل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button