په مزارشریف ښار کې د “قرآن د سیوري” په نوم د قرآنی مقابلې پای او د قدس د نړیوالې ورځې د لمانځنې مراسم
د قدس د نړیوالې ورځ په مناسبت د فلسطین او د غزې د مظلومو خلکو د حقوقو د تامین ترڅنګ په مزار شریف کی د فردوسی عامه کتابتون په تالار کی د قرآن کریم سیوری تر عنوان لاندې قرآنی مقابلو ترسره شو.
په دغه روحانی غونډه کې د بلخ ولایت د شیعه علماو د شورا مرستیال دوکتور عبدالرووف توانا، د شهید توانا د علمی او کلتوری مرکز مشر، د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال حمید رضا احمدی ګډون کړی و. په دغه روحاني غونډه کې د مزارشريف له ښاريانو او يو شمېر قاریانو ګډون کړی و.
د حجت الاسلام والمسلمین په دغه کنفرانس کی د بلخ ولایت د شیعه علماو د شورا مرستیال سید سجاد عالمی او دوکتور عبدالرووف توانا په اسلامی نړۍ کی د بیت المقدس د اهمیت او د صهیونیستانو د جنایتونو په هکله خبرې اترې وکړ او د بیت المقدس موضوع سیاسی نه بلکه ټول اسلامی وبلله او خپل ملاټر اعلان وکړل
د دغه کنفرانس په پای کې مسوولینو د قرآن کریم د سیالیو ګټونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل.
په ورته وخت کې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ اونۍ په رارسېدو سره د ښار او مدرسو د قاریانو تر منځ د ښه تلاوت غونډې او سیالۍ هم پیل شوې دي.