افغانستانکلتور او تعلیمویډیويي راپور

د مزار شریف په سلطانیه جومات کې د انس له قرآن کریم څخه دریمه ونۍ غونده لاره اوچول شو

د انس له قرآن کریم څخه دریم غونډه د پنجشنبې پر ورځ د وری په ۹ مه د مزارشریف په سلطانیه جومات کې د شیعه او سني عالمانو، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د دی ولایت مشهورو قاریانو، د مدارسو د استادانو، د حج او اوقافو د رئیس او د یو شمېر مسلمانو او روژه نیوونکو د مزارشریف ښاریان په ګډون لاره اچول شو.

په دغه معنوي کنفرانس کې د بلخ ولايت د حج او اوقافو رييس د مسلمانانو پر يووالي او اتحاد خبرې وکړې او د اسلامي امت پيوستون يې يو ضروري امر او قرآني حکم وباله.

د دغه کنفرانس په بله برخه کې د مزارشريف ښار د جمعې ورځ امام حجت الاسلام والمسلمين سيد حيدر هاشمي د انس له قرانکریم څخه د دریمی ونی د روحاني غونډه په اړه خبرې وکړې د دغه ډول کنفرانس د پیلولو موخه په مزارشریف ښار کې د شیعه او سنیانو تر منځ د خواخوږۍ، یووالي او پیوستون د رامنځته کولو لپاره ارزښمن وبلله.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button