افغانستاننړۍ

زموږ له لومړیتوبونو څخه د روغتیایي خدمتونو د لوړ کیفیت وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي او د اوچا دفتر له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

داکتر قلندر عباد، په روغتيايي برخه کی د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو، په دی برخه کې د همکارو بنسټونو د فعاليتونو، د دوامداره همکاريو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

په همدا حال کې د نړیوالو بنسټونو مسوولینو په دې ناسته کې د روغتیا او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button