افغانستان
ثاقب: افغانستان کې سږ کال ۳۰ زره کسان حج ته رسېدلي او د حج لګښتونه کم شوي دي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب نن په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د سږني حج لګښت د هر غوښتونکو لپاره ۳ زره ۸۶۵ ډالره او ۹۸ سنت، چې له ۲۷۷ زره ۶ افغانیو او ۷۴پول سره برابرېږي.
هغه زیاته کړه، د شیعه هېوادوالو د حج لګښت د ۵۰ دالرو، ۳ زره ۹۱۵ دالرو او ۹۸ سنت په توپیر سره ټاکل شوی، چې د ۲۸۰ زره ۵۸۹ افغانیو او ۳۶ پول معادل دی.
د شیخ نور محمد ثاقب په وینا، سږ کال د حج لګښتونه د تېر کال په پرتله ډېر کم شوي دي.
ښاغلي ثاقب وویل: افغانستان په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د حج فریضی د ادا کولو لپاره ۳۰ زره سهمونه لري چې په شفاف او عادلانه ډول په ټول هیواد کې د حج د غوښتونکو ترمنځ ویشل شوي دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د حج او اوقافو وزارت د دغې کوټې د زياتولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.