افغانستاناقتصاد

په ختیځ زون کې د نیمه قیمتي ډبرو پلور په جلال آباد ښار کي لومړی مارکیت پرانیستل شو

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شیخ ضیاء العلوم او د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ وزیر رحمن الاریوبي په مشرۍ د هېواد په ختیځ زون کې د نیمه قیمتي ډبرو، کرومایت، نیفرایت او سرپینتن د خرڅلاو مارکیت پرانیستل شو.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه مارکیت د نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو په موخه جوړ شوی څو د کورنیو او بهرنیو متشبثینو له خوا د کانونو پېر او پلور ترسره شي او د قاچاق مخه ونیول شي او په پام کې ده چې په نورو ولایتونو کې هم همدا مارکیتونه جوړ شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button