سیمهنړۍ

تازه: د امنیت شورا پریکړه لبک د غزه د سمدستي اوربند د ټینګولو تصویب کړ

نن (دوشنبه، د وري ۶مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې یې د روژې په مبارکه میاشت کې د سمدستي اوربند، د یرغمل شویو کسانو د سمدستي او غیر مشروط خوشې کولو او غزې ته د مرستو د بهیر د پراخولو لپاره د بیړنۍ اړتیا غوښتنه وکړه.

دغه پریکړه لیک 14 موافق رایې درلود، خو په داسی حال کې چې متحده ایالاتو ممتنع رایه ورکړه. د غزې له ښکېلو غاړو په دغه پرېکړه ليک کې غوښتل شوي چې د نړيوالو قوانينو مراعات کړي.

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما ویلي چې دا مسوده به هغه وژنې چې له پنځو میاشتو راهیسې روانې دي پای ته ورسوي؛ هغه وویل چې “د وینې تویدنې ډیر وخت تیر شوی او په پای کې به د امنیت شورا د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنو ته ځواب ووایي.”

دا په داسی حال کې دي چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو پخواني پریکړه لیکونه چې د سمدستي اوربند غوښتنه په کې وو واشنګټن مخکې ویټو کړي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button