سیمه

پوتین نن د یکشنبې پرځ په مسکو کې ملی ماتم اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (یکشنبه، د وری ۵مه) په دغه هېواد کې ملی ماتم اعلان کړ او ویې ویل چې مسکو ته څېرمه پر یوه کنسرت د برید ټول څلور عاملین مخکې له دې چې له پولې اوکرایین ته اوښتی، نیول شوی دی.

د مسکو تایمز د راپور له مخې، پوتین د یوې تلویزیوني وینا په ترڅ کې د شنبې په ورځ (د مارچ ۲۳مه) پوتین د یوې تلویزیوني وینا په ترڅ کې د روسیې اتباعو ته وویل چې د دې پېښې عاملین به «سخته سزا» ورکړي.

هغه زیاته کړه: “زه نن له تاسو سره د هغه خونړي او وحشیانه ترهگری عمل په اړه خبرې کوم، چې قربانیان یې په لسګونو بې ګناه او سوله غوښتونکي خلک وو.”

د یادونو وړ ده چې د روسیې د تحقیقاتي کمیټې د وروستیو شمیرو پر بنسټ په مسکو کې د تیرې شپې د دزو په پایله کې لږ تر لږه ۱۱۵ تنه وژل شوي او داعش ترهګرې ډلې ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button