سیمه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې په مسکو ښار کې وروستی ترهګریز برید چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و، په کلکه غندلی او هغه یې له انساني ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه وزارت وايي، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د دا ډول بریدونو په ترسره کولو سره اسلام بدنام کړي او ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه وسله والو کسانو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پر یوه تالار برید کړی چې په پایله کې یې ۶۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button