افغانستان
یوناما د افغانستان خلکو ته: نن شپه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه بند کړئ!
د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د افغانستان له اتباعو غوښتي چې د(ځمکې ساعت ) په مناسبت د وری د ۴ مه نیټه دشنبې شپې له ۸:۳۰ څخه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو کې څراغونه بند کړي.
نن(سه شنبی د وری ۴ مه نیټه) یوناما په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي کولای شی چې دغه نړیوال اقدام د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې لوی بدلون راولي.
په ۲۰۰۷ کال د ځمکې ساعت د نړیوال طبعی صندوق (WWF) او د هغې د ملګرو لخوا تاسیس شو او اوس د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې ترسره کیږي.
د دي کلنۍ پیښه کې له کورنیو او سوداګرۍ څخه غوښتل کیږی چې غیر ضروري څراغونه د یو ساعت لپاره بند کړي.