افغانستان

د تیرې ورځی چاودنې په کندهار کې نړیواله غبرګونونه راوپارول

د برید په ورته وخت ،په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر کرن دیکر ، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست او د ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارتونو دغه برید غندلی دی.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن دیکر وویل چې موږ په کندهار او نور ځایونو کې ترهگریز اعمال د بزدلانه عمل په توګه غندو.
مېرمن دیکر په ایکس ټولنیزه شبکه کې ټینګار کړی چې د افغانستان اتباع باید د سوله ییزه توګه او له وېرې پرته د روژې مبارکه میاشت ولمانځي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم ویلي چې امریکا په کندهار کې «وحشیانه ترهگریزی » برید غندي.

د متحده عربی امارات په یوه خبرپاڼه کې دا پیښه “جنایي” بللې، او هر ډول تاوتریخوالی او ګواښونه چې هدف یې د نړیوال قانون څخه په سرغړونې سره امنیت او ثبات کمزوری کول دي.”ردوی

د داعش ډلې د پروني برید په کندهار کې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي پړ غاړه اخیستې دې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button