افغانستان

د اذربایجان د پانګونې لیوالتیا په افغانستان کې

په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د لومړي وزیر له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وویل، اذربایجان په افغانستان کې د کانونو د استخراج، پوهنې او د آسانو خدمتونو د بهیر د پیاوړتیا په برخو کې پانګونه او همکاري کوي.

ښاغلي محمدوف د اذربایجان د سفارت بیا پرانستل په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو نښه وبلله.

له بلې خوا ښاغلي حنفي په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې اسلامي امارت پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي او د هر ډول پانګونې هرکلی کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button