افغانستان

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي غبرګون د پاکستان د بریدونو په اړه ددغه هیواد په خاوره کې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د دوشنبې په ورځ دکب په ۲۸مه د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې لیکلي: «د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان په خاوره کې هر ډول پلمه له نړیوالو قوانینو، او د هیواد دحاکمیت ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلي فایق زیاته کړه چې”د افغان ښځو او ماشومانو وژنه د منلو وړ نه ده او هیڅ امنیتي ګواښ نه توجیه کوي.” موږ دا عمل په کلکه غندو.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريد کې د هېواد په سرحدي ولايتونو کې د ۸ تنو د شهادت خبر ورکړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button