أفغانستان

 په کابل کې د پایپونو د تولید پر څلورو فابریکو د کیفیت د ارزونې په موخه څارنه شوې

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ښار کې د پایپونو د تولید پر څلورو فابریکو د څارنې په ترڅ کې د ملي معیارونو د رعایت او د بې‌کیفیته محصولاتو د وړاندې کولو د مخنیوي په موخه ارزونه کړې ده.

دغه څارنه د معیارونو او ساختماني کودونو د تطبیق د څارنې ریاست له لوري د تولیداتو د کیفیت د ارزونې او له تخنیکي غوښتنو سره د محصولاتو د مطابقت ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره شوې ده.

د معیار او کیفیت اداره وایي، د کورنیو معیاري تولیداتو د ملاتړ، د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او پر کورنیو محصولاتو د خلکو د باور د زیاتوالي په موخه به د تولیدي مرکزونو دوامداره څارنه روانه وساتي.

مقالات ذات صلة

أضف تعليقات

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *

زر الذهاب إلى الأعلى