افغانستانویډیويي راپور

په مزار شریف کې د لسګونو معلولو ماشومانو لپاره د بریل او اشارو ژبې وړیا روزنه

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې یوې نوې جوړې شوې ادارې، لسګونو ړندو، کاڼو او ذهني معلولو ماشومانو ته د بریل او اشارو ژبې وړیا روزنه ورکړې ده.

د دې ادارې مشر وايي چې د معلولیت لرونکو کسانو د کورنیو په غوښتنه او همکارۍ سره، “د زیان منونکو ټولنې د پیاوړتیا انسټیټیوټ” په مزار شریف کې بیا فعال شوی دی.

د هغه په ​​وینا، اوس مهال په دریو کټګوریو کې ۴۰ زده کونکي په دې مرکز کې په مختلفو کورسونو کې زده کړې کوي.

#مزار شریف #بلخ #تعلیم #معلولین #بریل #د اشارې_ژبه #ماشومان #افغانستان #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button