نړۍ
شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د پوځي تمریناتو څخه مخکې بالستیک توغندی وتوغاوه
رویټرز راپور ورکړ چې شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د کوریا ټاپووزمې ختیځ ساحل ته نږدې اوبو ته یو بالستیک توغندی وتوغاوه.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وویل چې توغندی د شمالي کوریا د ختیځ ساحل په وانسان سیمه کې د سیمه ایز وخت شاوخوا شپږ بجې توغول شوی.
د توغندیو ازموینه د متحده ایالاتو او سویلي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو څخه څو ورځې مخکې وشوه، چې شمالي کوریا یې په دوامداره توګه مخالفت کړی دی.
شمالي کوریا شپږ ورځې وړاندې له همدې سیمې څخه یو بل بالستیک توغندی وتوغاوه.
#شمالي کوریا #جنوبي کوریا #امریکا #بالستیک توغندی #پوځي تمرینونه #آسیا #رویټرز #سفیر تلویزیون








