نړۍ

په الجزایر کې د مسافرو بس چپه شو؛ ۲۵ کسان ووژل شول

د الجزایر په بومردیس ولایت کې د مسافرو بس د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

د رویټرز د راپور له مخې، د الجزایر د ملکي ساتنې څانګې اعلان وکړ چې دا پیښه د جمعې په ورځ رامنځته شوه او د ژغورنې کارمندانو ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لیږدولي دي.

د الجزایر لومړي وزیر سیفي غریبي هم د بومردیس روغتون ته د پیښې له یو شمیر ټپیانو سره د لیدو لپاره ورغلی و.

د الجزایر چارواکو تر اوسه د بس د چپه کیدو د لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي او ویلي یې دي چې تحقیقات روان دي.

#الجزایر #بومردیس #ټرافیکي_حادثه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button