د کابو سان لوکاس په ښار کې د چک جمهوریت په وړاندې د مکسیکو د ملي ټیم د بریا لمانځلو لپاره یو موټر د مینه والو په ګڼه ګوڼه کې ولوېد، چې لږترلږه ۱۷ کسان یې ټپیان کړل.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، موټر چلوونکي هڅه وکړه چې د بندې شوې کوڅې څخه تېر شي خو د سړک د خلاصیدو انتظار کولو پر ځای، هغه هڅه وکړه چې د ګڼې ګوڼې له لارې موټر وچلوي.
د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې یو شمیر مینه والو د هغه موټر محاصره کړ او برید یې وکړ، موټر چلوونکي خپل موټر په څو کسانو وواهه، چې ټپیان یې کړل؛ امنیتي چارواکو د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
#میکسیکو #فوټبال #فوټبال مینه وال #ټرافیکي پیښه #کابو_سان_لوکاس
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/33433?single








