افغانستان

د مخابراتو وزارت مخابراتي شرکتونو ته د انټرنیټي کڅوړو د بیو د کمولو لپاره ضرب الاجل ورکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې د مخابراتو تنظیموونکې ادارې (ATRA) د انټرنیټي کڅوړو د بیو، د خدماتو کیفیت، د پیرودونکو ستونزو ته د رسیدګي او د خدماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه د مخابراتي شرکتونو سره غونډه کړې ده.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د انټرنیټي کڅوړو د بیو د کمولو او د مخابراتي خدماتو د کیفیت د ښه کولو په اړه بحث وشو.

اترا ټولو مخابراتي شبکو ته چې د خپلو کڅوړو بیې یې لوړې کړې دي تر یکشنبې پورې وخت ورکړی چې نرخونه بیرته خپلو پخوانیو کچو ته راولي.

چارواکو ټینګار کړی چې د مخابراتي خدماتو څارنه به د پیرودونکو د حقونو د ساتنې او د غوره کیفیت خدماتو وړاندې کولو لپاره دوام وکړي.

#افغانستان #ATRA #مخابرات #انټرنیټ_پیک #ټیکنالوژي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button