مذاکراتي ټیم ته نږدې یوې سرچینې تسنیم خبري اژانس ته وویل چې د ایران د مذاکراتو ټیم د ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په اعتراض کې په سویس کې له خبرو اترو څخه ووت.
د سرچینې په وینا، ګواښونو مذاکرات ودرول او د خبرو اترو دوام یې په ټپه ودراوه.
د ایران د پلاوي یوه غړي دا هم اعلان کړی چې که په لبنان کې جګړه پای ته ونه رسیږي، د خبرو اترو دوام به په اجنډا کې نه وي.
#ایران #امریکا #سویټزرلینډ #خبرې اترې #لبنان #ټرمپ #ډیپلوماسي








