افغانستان

د مخابراتو وزارت: په افغانستان کې د سمارټ فونونو د بندیز خبرونه دروغ دي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په هیواد کې د سمارټ فونونو د بندولو یا کارولو بندیز په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل او هغه یې دروغ وبلل.

د سرچینو په وینا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي عبدالاحد فضلي ټینګار کړی چې سمارټ فونونه د نن ورځې ټولنې لپاره اړین او نه بدلیدونکي وسایل دي او د تعلیم، اقتصاد، سوداګرۍ، ادارې، روغتیا او معلوماتو ته د لاسرسي په برخو کې مهم رول لوبوي.

هغه زیاته کړه چې د دې وسایلو اهمیت ته په پام سره، د دوی کارول به دوام ومومي؛ مګر د “جعلي محتوا او خپرونو” په نوم د څارنې او کنټرول لپاره د 700 ملیون افغانیو بودیجه ځانګړې شوې ده.

د مخابراتو وزیر په وینا، د دې پروګرام پلي کولو او مطلوب محتوا اداره کولو لپاره متخصص او مسلکي اشخاص هم ګمارل شوي دي.

#افغانستان #د_مخابراتو_وزارت #معلوماتي_ټیکنالوژي #سمارټ فون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button