افغانستان

سږ کال په افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله له ۳۰۰ څخه ډیر کسان مړه شوي دي

د طبیعي پیښو په وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، په ټول افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله ۳۰۱ کسان مړه شوي او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد په وینا، په دې موده کې ۱۸۸۱۲ کورنۍ د طبیعي پیښو له امله اغیزمنې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د سیلابونو، درنو بارانونو، ځمک ښویدنې او نورو طبیعي پیښو له امله ۸۹۸۹ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۵۸۰ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي دي.

سربیره پردې، په نږدې ۲۶۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۴۳۰۰ جریبه باغونو کې حاصلات ویجاړ شوي دي، چې د کرنې سکتور ته یې پراخ زیان اړولی دی.

د طبیعي پیښو په وړاندې د چمتووالي ملي ادارې چارواکي وايي چې د زیانونو د ارزونې او له زیانمنو شویو کورنیو سره د چلند پروسه لاهم روانه ده.

#افغانستان #طبیعي آفتونه #سیلابونه #د ځمکې ښویدنې #ژغورنه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button