افغانستان

له افغانستان څخه سعودی عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې له افغانستان څخه سعودی عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېره شپه شاوخوا ۲۳۰ حاجیان په لومړۍ الوتنه کې مدینه منوره ته انتقال شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د افغان حاجیانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې وویل، چې سږ کال یې د حاجیانو د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره تر نورو کلونو مخکې د کاري کمېټو کارکوونکي سعودی ته لېږلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button