افغانستان
د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له پروسې څخه د رئیس او مدیره پلاوي لیدنه
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ حدیث مولوي نورالحق انور، د مفتي شمس الرحمن او مفتي عبدالواحد عثماني په ګډون د یوه پلاوي سره یوځای د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له پروسې څخه لیدنه وکړه.
د دې سفر په جریان کې، د ترسره شوي کار کیفیت، د پروژې پرمختګ او د بیارغونې په پروسه کې ورسره مخ شوي ننګونې وڅیړل شوې او ارزول شوې.
د چارو ادارې عمومي رئیس د قراردادي شرکت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پروژې د پلي کولو په برخه کې د کیفیت معیارونه، د ساحې اړتیاوې او موجوده ستونزې په جدي توګه په پام کې ونیسي او کار د مسؤلیت او ژمنتیا احساس سره دوام ورکړي.
همدارنګه، د دې سفر په جریان کې، د یو شمیر نورو پروژو د کار پروسه هم وڅیړل شوه.








