نړۍ
د اندامان په سمندر کې د روهینګیا کډوالو کښتۍ ډوبه شوه؛ شاوخوا ۲۵۰ کسان ورک دي
د اندامان په سمندر کې د روهینګیا کډوالو او بنګله دیشي اتباعو د کښتۍ د ډوبیدو وروسته شاوخوا ۲۵۰ کسان ورک دي.
د رویټرز په وینا، کښتۍ، چې شاوخوا ۲۵۰ نارینه، ښځې او ماشومان پکې سپاره وو، د قوي بادونو، سختو څپو او ګڼې ګوڼې له امله ډوبه شوه.








